
د قرآن مخکښ لیکوال او استاد، سیدمحسن موسويبلده، په یوه خبرداری ورکوونکې لیکنې کې د «د قرآن له تلاوت سره د د زیر صدال یا د تلاؤت تر شا آهنګ د ورګډولو» له نوې ښکارندې سره ژوره نیوکه کونکې څېړنه کړې او دا ئې «یو خطرناک تحریف» بللی. نوموړی د ځوانو قاریانو لپاره جدي خبرداری ورکوي. دغه ځانګړې لیکنه چې ایکنانیوز ته سپارل شوې، د دې نوې اسلوب پټې اغېزې او د هغه کلتوري او نړیوال تاوانونه روښانه کوي. نو د لیکنې متن ستاسو خدمت ته هم وړاندې کیږي.
«د قرآن د تلاوت تر شا (زیر صدا) د غږونو ملتیا، یعنې دا چې قاری قرآن لولي او هممهاله کوم غږ یا آهنګ د تلاوت تر شا غږیږي ، د غور او اندېښنې وړ موضوع ده.
دا کار کېدای شي د ډله ایزو غږونو په بڼه هم ترسره شي؛ یعنې مثلاً کوم اواز د قاري د اصلي تلاوت تر څنګ غږېږي. البته مطلب دا نه دی چې څو کسان یو ځای قرآن تلاوت وکړي؛ دا هېڅ ستونزه نه لري، بلکې هدف دا دی چې یو قاری اصلي تلاوت کوي او په عین وخت کې تر شا ئې یو آهنګ یا موسیقي هم خپرېږي. فرق نه کوي چې دا شاته غږ د انسان له غږ، ساز یا حتی کمپيوتري ایفکټونو څخه وي.
د غږیز خوند په اړه باید وویل شي چې خلکو څوارلس سوه کاله د قاریانو ښکلي تلاوتونه اورېدلي دي؛ هغه ښکلا چې د رسول الله ﷺ له تلاوت څخه پیل شوه او بیا مونږ د امام سجاد (ع) او نورو ائمو علیهمالسلام تلاوتونه اورو. ائمه معصومینو علیهم السلام د نړۍ تر ټولو ښکلي غږونه لرل، او په ځانګړي ډول د امام سجاد (ع) تلاوت دومره اغېزناک و چې اورېدونکي به بې خوده کېدل؛ لکه هغه حالت چې موسی علیهالسلام د طور په غره کې د الهي ځلا پر مهال تجربه کړ. دغه ښکلي تلاوتونه د تاریخ په اوږدو کې دوام درلود او تر نن ورځې هم موږ یې شاهدان یو.
په تېرو سلو کلونو کې چې د غږ ثبت او پلې کولو وسایل رامنځته شول، ډېر ښکلي تلاوتونه پاتې شول چې مسلمانان او حتی غیر مسلمانان هم ترې ګټه اخلي.
اوس که د قرآن تلاوت د موسیقۍ له ډولونو سره ګډ کړو، او د قاري د شخصي تلاوت له اصل څخه واوړي، او د سازونو یا ایفکتونو په وسیله د قاري د تلاوت د ملتیا لور ته ولاړ شو، نو د خلکو غږیز ذوق به ورو ورو داسې بدل شي چې نور به د عبدالباسط په څېر قاریانو ښکلی او بېهمتا انفرادي تلاوت ورته د منلو نه وي.»
https://iqna.ir/fa/news/4319603